ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

میدان وردګ ولایت کې د څه باندې ۲۴۸ زره ډالرو په لګښت د استنادي دېوالونو او کانالونو جوړولو چارې پيل شوې

د میدان وردګ ولایت د سید اباد ولسوالي په شیخ اباد او تنګي سیمو کې د ۲۴۸ زره او ۷۲۲ ډالرو په ارزښت د استنادي دېوالونو او کانالونو د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده، د میدان وردګ د والي قاري بختیار معاذ، د کابل د سیندیزې حوزې عمومي رییس انجنیر محمد عارف مومند، د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي عبدالصمد حلیم او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسولینو او ځایي خلکو په شتون کې پيل شوې.

د یادو پروژو د پیل پر مهال د میدان وردګ والي ویلي؛ د امارت مسولینو له ولسونو سره د کړو ژمنو څخه یوه مهمه د هېواد بیارغونه ده، چې اوس په ټولو ولایتونو کې پروژې روانې دي، نوموړي د سید اباد ولسوالي خلکو ته يې ډاډ ورکړی، چې د متوازن پرمختګ په پام کې نیولو سره د ولایت په کچه پروژې پلي کېږي.

قاري بختیار معاذ له ولسونو غوښتي، چې د امارت له مسولینو سره د بیارغونې په برخه کې همکار پاتې شي.

 د یادو پروژو چارې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د میدان ښار سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.