له پېښو سره د مبارزې رییس ملا نورالدین ترابي او د یونین ایډ UNION AID نړیوالي موسسې رییس امجید احمد صافی، د هماهنګۍ مسول رشیدالدین او مل پلاوي ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
ملا نورالدین ترابي ویلي، هڅه باید وشي چې د هر ډول پېښو ځپلو سره د مرستو جاري ساتلو ترڅنګ د مرسته کېدونکو موادو کیفیت ته پاملرنه وشي.
نوموړي زیاته کړې، د ټولو همکارو موسسو سره همکارۍ ته چمتو یو.
د یادې موسسې رییس ویلي؛ دې موسسه په ۱۳۵۸ کي فعالیت پیل کړی دی او تل یی د سېلاب ځپلو، کډوالو او پېښو ځپلو سره همکاري کړي ده.
نوموړي زیاته کړې؛ موږ د ۱۵۴ زره او ۹۵۱ ډالرو په ارزښت په تخار؛ بدخشان او بغلان کي سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کوو.