تېره ورځ (دوشنبه، ۳/۷/۱۴۰۳) د زابل مرکز قلات اړوند د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د غونډو په تالار کې یوه لویه ولسي غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر، لوړ پوړو امارتي مسولینو او د یاد ولایت د ټولو ولسوالیو د استازو، د دې ولایت والي مولوي حزب الله افغان، مرستیال والي مولوي محیب الله حماس او ګڼ شمېر قومي مشرانو او ديني عالمانو ګډون کړی وو.
قومي مخورو د خپلو خبرو پرمهال ولسونو ته د افغانستان اسلامي امارت له لوري ترسره شوې خدمتونه ستایلي د دې نظام ننګه يې کړې.
دوی ویلي؛ اوس د افغانانو د زړه حکومت راغلی، هغه وخت دی چې د خلکو ستونزې حل شي.
یادو قومي مشرانو د زابل ولایت اطرافي محرومې ولسوالیو په اړه ویلي؛ په تېرو کلونو کې ډېر کم کار ورته شوی، ولسي مشرانو د شملزو ولسوالۍ د ځنځیر د لارې بنسټیزه رغونه، خلاصول، روغتیا او د سرکونو په برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
دوی د مدرسو، سربندونو، سړکونو او د پاکو اوبو نه شتون خپلې بنسټیزې ستونزې يادې کړې او د حل غوښتنه یې کړې.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د ياد ولايت د اوسېدونکو ستونزې اوریدلي او ویلي يي دي، د ولسونو پوښتنه، عزت، درناوی او خدمت د مو فریضه او مکلفیت دی.
نوموړي زیاته کړې؛ تېر ۲۰ کاله له مجاهدینو سره د ولس همکاري وه چې د نړۍ ۵۱ هېوادونه پر ګونډو شول، دا د افغانانو د اتحاد او یووالي نتیجه او ثمره وه.
افغانانو نه یوازې دا چې هېواد یې ازاد کړی، بلکې په کلتوري، دیني، جغرافیوي او نورو ډېرو برخو کې یې ازادي ترلاسه کړې ده.
ښاغلي نوري د خلکو ستونزو ته په اشارې سره ویلي؛ ولسونو ته مو د دې اړتیا نه ده پرې ایښې چې په وزارتونو وګرځي، بلکې موږ یې ولایت، ولسوالۍ او کلي ته ورځو ستونزې يې اورو، او تر لوړو مقاماتو یې رسوو.
ملا نورالله نوري همداراز زیاته کړې؛ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسولین هڅه کوي چې د هېواد په بيلا بيلو ولايتونو کې د نظام د ثبات او ولسي يووالي په موخه غونډې جوړې کړي او د خلکو ستونزې له نږدې واوري.