د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره لبنان کې د صهيونيستي رژيم وروستي وحشیانه بریدونه، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون یې سلګونه بېګناه وګړي شهيدان کړي، په کلکو ټکو غندلي.
یاد وزارت ویلي: “په غزه کې د صهيونيستي غاصب رژیم لخوا نسلوژنې ته پر وخت د جدي ځواب نه ورکول د دې لامل شوي، چې رژيم د ټولې سيمې امنيت له ګواښ سره مخ کړي.”
بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید عاجل مسولانه ګامونه پورته کړي، تر څو په لبنان او فلسطين او په ځانګړې توګه غزه کې د صهيونيستي رژيم د جنايتونو مخه ونيسي او د ملکي وګړو خونديتوب پکې تضمين شي.
اسرائیلي یرغلګرو تېره دوشنبه د سپټمبر پر ۲۳مه له ځايي وخت سره سم د سهار په نږدې شپږ نیمو بجو د لبنان په ختیځ او سویلي سیمو لسګونه هوايي بریدونه وکړل.
د لبنان روغتیا وزارت وايي، چې د دوشنبې له ورځې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۵۵۸ کسان شهیدان او ۱۸۳۵ نور ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت په وینا؛ په شهیدانو کې ۵۰ ماشومان هم شامل دي.
د لبنان چارواکي وايي، چې له ۲۸ زره ډېرو کسانو د دې هېواد په دولتي ښوونځیو کې پناه اخیستې ده.
دوی زیاتوي، چې د لبنان له سویله د وروستیو بریدونو له امله ګڼ شمېر بېځایه شویو په کرایه کورونو او یا هم له خپلو خپلوانو کره اړولي دي.