ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د اسلامي امارت په ټینګښت سره افغانان په یوه ټغر راټول شوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یادې ولسوالۍ قومي مشرانو د اسلامي نظام په راتګ خوښي ښودلې او له اسلامي امارت سره يې د خپلې هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی.

دغه‌راز یادو قومي مشرانو د خپلې ولسوالۍ د خلکو ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریک کړي او غوښتنه یې کړې، چې د کونړ او نورستان د لرې پرتو سیمو ولسونو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.

دوی دغه راز په لرې پرتو سیمو کې د اداري تشکیلاتو د تنظیم غوښتنې ترڅنګ ویلي، ځوانان یې د اسلامي امارت په لیکو کې خدمت ته چمتو دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې ویلي، اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او ټول افغانان یې د مالکیت حق لري.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، د خوښۍ ځای دی چې د اسلامي امارت له ټینګښت وروسته په ټول هېواد کې قومي او سمتي جګړې او نفاق پای ته رسېدلی او ټول افغانان په یوه ټغر سره راټول شوي دي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د غازي اباد ولسوالۍ د ولسونو ستونزې به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.