د ارشاد حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب د یاد وزارت پلاوي په ملتیا کونړ ته سفر کړی او د یاد ولایت له والي، امنیه قومندان، مرستیال والي، علماوو شورا او ادارو رییسانو سره یې لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د کونړ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دغه ولایت په عمومي وضعیت خبرې کړي او د نظام پیاوړتیا په لاره کې یې د یاد ولایت ادارې او ولسونو د بشپړو همکاریو ډاډ ښودلي.
ناسته کې د علماوو شورا رییس مولوي عبدالقهار صدیقي بیت الله شریف ته د تلونکو حاجیانو سهم، جوماتونو جوړېدو، امامانو او خطیبانو تشکیلاتو لوړاوی، د درسي حلقو پراختیا او یو لړ نورو برخو کې د کونړ ادارې او ولسونو غوښتنې وړاندې کړې او د وزارت له مشرتابه یې د همکاریو هیله کړې ده.
د ارشاد حج او اوقافو وزیر مسولینو ته د شریعي احکامو پلي کېدو، خلکو سره د ښه سلوک، شفقت، درناوی او اطاعت د لارښوونو ترڅنګ له ولس او مسولینو سره د علماوو او مجاهدینو د زیات درنښت هیله کړې.
شیخ سرمحقق د کتور مفتي نورمحمد ثاقب د کونړ ولس او مجاهدین د قدر وړ یاد کړی او د جوماتونو جوړېدو، حاجیانو سهم ډیروالي، تشکیلاتو لوړاوی، درسي حلقو پراختیا او نورو برخو کې د وزارت د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.