تېره ورځ (سه شنبه، د تلې دریېمه) د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له نهو ملي او نړیوالو موسسو له مسولینو سره، چې د متشبثینو د وړتیا پیاوړتیا، بې وزلو کسانو د اقتصادي ودې او د کورنیو د ژوند د کچې لوړېدو په برخو کې فعالیت کوي لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې نورالدین عزیزي د شپږ میلیون، ٩٣٦ زره او ٢٧٨ ډالرو په ارزښت د پروژو پلي کېدو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
ښاغلي عزیزي د اسلامي امارت پر قوانینو ټینګار کړي او ویلي یې دي؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره کډوالو، زیربناوو او صنعت برخو کې کار او فعالیت لومړیتوب لري.
د دې هوکړه لیکونو له مخې به دغه موسسې په ۱۸ ولایتونو کې؛ کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، بامیان، بدخشان، تخار، کندوز، سمنګان، بغلان، کونړ، غزنی، لغمان، پکتیکا، خوست، پروان، فاریاب او پکتیا کې د کوچنیو کاروباریانو د پیاوړتیا، د بې وزلو کسانو د اقتصادي ودې او د کورنیو د معیشت کچې د لوړېدو په برخو کې د شپږ میلیونو، ٩٣٦ زره او ٢٧٨ ډالرو په ارزښت خپلې پروژې پلي کړي.