ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هڅه کوي روغتیا پالانو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د عامې روغتیا وزارت له مسولینو او ډاکترانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو مسولینو او ډاکترانو د خپلو اړوندو چارو په هکله د معلوماتو ورکولو ترڅنګ په روغتیا سکتور کې د وروستیو پرمختګونو په یادولو سره ویلي، د اسلامي امارت له بریا وروسته د نورو برخو په څېر د روغتیا په برخه کې هم مثبت بدلونونه رامنځته شوي او لرې پرتو سیمو ته روغتیایي اسانتیاوې رسېدلې دي.

دوي زیاته کړې، د روغتیا په برخه کې د تر کار لاندې ګڼو نویو طرحو په عملي کېدو سره به په دولتي روغتونونو کې اړمنو ته غوره خدمات وړاندې او شته ستونزې به ختمې شي.

دغه‌راز یادو مسولینو او ډاکټرانو د ځینو ستونزو د حل او د روغتیاپالو د علمي ظرفیت لوړېدو په موخه خپل وړاندېزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د عامې روغتیا مسولینو او ډاکترانو ته د ښه راغلاست پر مهال په روغتیایي برخه کې د هغوي هڅې ستایلي او ویلي يې دي، افغان روغتیا پالان په سختو شرایطو کې د افغان ولس خدمت کوي او اسلامي امارت د هغوی د ملاتړ تر څنګ هڅه کوي چې اړینې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، اسلامي امارت په هېواد کې د افغان کادرونو پر لاس د روغتیايي برخې د ځان بساینې لپاره کار پیل کړي دی.

نوموړي همدارنګه یادو ډاکترانو ته ډاډ ورکړی، چې پر وړاندیزونو به یې غور وشي.