میدان وردګو کې د سېلابونو له امله د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ، مرستو رسولو، او لارو د خلاصون په موخه ځايي مسولینو او لوړ پوړو چارواکو د دې ولایت جلریز ولسوالي ته سفر کړی دی.
د يادونې وړ ده، چې د لومړنيو شمېرو پر بنسټ، د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار، جلريز، نرخ، جغتو، چک او سيداباد ولسواليو کې ٣٠ کسان وژل شوي، ١٥ نور ټپيان او ۴۰ کسان لا درکه شوي دي.
د دې سېلابونو له امله ۴۰۰ څخه زیات کورونه ویجاړ شوي او تر ۵ زره جریبه زیاته کرنیزه ځمکه یې له منځه وړې ده.
د یادولو وړ ده، چې دغه شمیرې د لوړېدو په حال کې دي او په سیمه کې د لارو د خلاصون او ژغورلو په موخه مسولین او چارواکي په کار بوخت دي.
ورته مهال د دې ولایت د والي په مشرۍ د سېلاب ځپلو خلکو سره د مرستې لپاره بېړنۍ غونډه تر سره شوې.
په یاده غونډه کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي، کډوالو، کلیو بیارغونې، د اطلاعاتو او کلتور او عامې روغتيا ریاستونو مسولینو، د کلي خیریه بنسټ، UNHO, UNICEF, UNCHR, DRR, WHO او نورو اړوند ارګانونو استازو ګډون کړی وو.
ښاغلي معاذ له اړوندو ارګانونو او مرستندويه موسسو غوښتي، چې د یادو ولسوالیو خلکو ته د خوراکي موادو، کورونو جوړولو، صحت او کرنې په برخه کې ژر تر ژره لومړنۍ اسانتياوې برابرې کړي.
میدانوردګو ولایت کې له سېلاب ځپلو سره مرستې پیل شوې
