ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټولګټو چارو وزارت خپلې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

ملت ته د دولت حساب ورکولو په لړۍ کې ټولګټو چارو وزارت خپلې کړنې او لاسته راوړنې د رسنیو له لارې له ملت سره شریکې کړې.
د یاد وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام ته په وینا کې ویلي، چې د مشر تابه دحکم پر اساس د کابل-کندهار، کندهار-روزګان او د شمالي او جنوبي سالنګونو پروژو قراردادونه شوي او عملي چارې یی دوام لري.
نوموړي زیاته کړې، چې د ټولګټو چارو وزارت له عملي شویو پروژو څخه د کندهار-هرات په لاره د باغ پل چې ۱۵۳ متره په اوږدوالی، نیمروز کې سرشلې پل د ۳۰۰ متره په اوږدوالی ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
د ښاغلي فاتح په وینا؛ د نصر فراهی یا میل ۷۸ پروژه، چې د فراه بازار نه د ایران تر سرحده پورې اوږدوالی لري، چې ایران به یې د ۲۰۱۵ کال لاسلیک شوي هوکړه لیک پر اساس جوړوي. دغه راز د یادې پروژې چارې له اوږدې مودې راهیسې ولاړې وې، چې د اسلامي امارت په هڅو یې ایران پیلولو ته اماده شوی او د روان کال تر پایه به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه راز ښاغلي فاتح ویلي؛ د پروژو د باکیفیته تطبیق په خاطر مو د لابراتوار بخش چې مخکې څلور ډوله ارزونه پکې کېده، خو اوس د زیاتو امکاناتو او تخنیکي همکارانو په شتون کې د ټولو اړوند پروژو ۴۰۰ ډوله ارزونې پکې ترسره کیږي.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې د سړک ساتنې او پالنې لپاره د وزن کنترول مهم دی، موږ په ۲۱ ولایتونو کې ۴۱ ترازو فعال کړي او په نېږدې راتلونکي کې به ۳۱ ولایتونو کې ۷۲ ترازوګان فعال شي، ترڅو د سړکونو ساتنې او پالنې په موخه وزن کنترول شي.
مولوي عبدالکریم فاتح په یاد وزارت کې د تشکیل په اړه ویلي؛ موږ تیر کال دوه زره او ۱۸۵ کارکوونکي در لودل، چې دغه ارقام مو سږ کال د تخنیکي بستونو په نظر کې نیولو سره دوه زره او ۶۳۷ کار کوونکو ته لوړ کړي، ترڅو کارونه په لوړ کیفیت ترسره او په اساس یې ۱۰ زره کارکوونکو ته د کار زمینه برابره شوې.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې په ټوله کې اوس مهال ۷۸۱ کیلو متره سرک تر کار لاندې دی.
د ټولګټو چارو وزارت د تدارکاتو رییس زمان الدین حبیبي ویلي؛ د ویاړ ځای دی چې د کابل- کندهار سړک او ورته نورې روانې پروژې د دې وزارت د وسایلو او پرسونل په وسیله جریان لري.
نوموړي زیاته کړې، چې د تېر کال په جریان کې یې ۱۲۵ ساختماني پروژې، د ساتنې او پالنې پروژې، اجناس او غیر مشورتي خدمات د ۴۲۱ میلیون افغانیو په ارزښت تطبیق او جرا کړي دي.
د ښاغلي حبیبي په وینا؛ په دې پروژو کې د ۲۸۸ کیلو متره سړک ترمیم، ۲۵۹ متره پلونه، ۱۳۸ متره پلچکونه، ۱۰۰ متره مابر، درې زره او ۲۱۰ استنادي دېوالونه او ۴۰ متر کبیوني استنادي دېوالونه شامل دي.
د ټولګټو وزارت د تدارکاتو رییس ویلي، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۱۲ زره او ۵۴۸ متر سړک زیانمنې شوې برخې وخت پر وخت جوړې شوې دي او په تېر ژمي کې اته زره او ۵۰۰ کیلومتره سرک ساتنه او پالنه شوې، چې د هغې له جملې څخه شپږ زره او ۵۰۰ کیلو متره د ولایتي ټولګټو ریاستونو د امکاناتو او پرسونل له لورې او پاتې دوه زره کیلومتره سړک د خصوصي شرکتونو د قرارداد په اساس مراقبت کړي دي.
دغه راز په ۱۴۴۴ کال کې د هېواد په ټولو برخو کې ۵۲۷ کیلومتر سړک سروی شوی، چې له جملې یې ۲۰۹ متره ډیزاین شوی. د پلونو په برخه کې ۶۳۶،۷ متره سروې شوې، چې ډیران یې تکمیل شوی او یو زر او ۴۵۰ متره استنادي دیوال د ټولګټو وزارت په امکاناتو تکمیل او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
ښاغلي حبیبي د پروژو د تضمین کیفیت برخه کې د لابراتواري ازمایشتونو یادونه کړې او ویلي يي دي، چې د ساختماني موادو په ارزونه کې یاد وزارت د څلورو ارزونو څخه ۴۰۰ ارزونو ته لوړ کړی او اوس په پکې د قیر، سیمنټ، خاورې، کانکریټ، جغل، ډبرو او نورو مختلفو ساختماني موادو ارزونه کېږي.
د دې تر څنګ د ټولګټو چارو وزارت په پلان کې لري، چې په روان کال کې د ۶۸ ترمیمي پروژو، مرکزي او ولایتي سړکونه، پلونه، پلچکونه، استنادي دیوالونه او ۱۳ غیرې مشورتي پروژې د انکشافي بودیجې څخه او همدارنګه په ۱۴۴۵ کال کې ۲۱ پروژې د ساتنې او پالنې په برخه کې په عاجل او دوراني ډول د خپلو پلانونو مطابق تطبیق او عملي کړي.