روزګان ولایت کې د اغاجان بند د تفصیلي ډېزاین او امکان سنجي مطالعې د ترسره کولو پروژه پرانیستل شوه.
دغه پروژه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د روزګان والي مولانا عنایت الله شجاع، د اوبو او انرژي وزارت د مقام سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د ملي پراختیا شرکت مرستیال مولوي عبدالولي عادل، د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو او د روزګان ولایت ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکو په شتون کې پرانیستل شوه.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دغې پروژې د پرانیستي پرمهال په اوسني شرایطو کې د اوبو د مدیریت اهمیت ته اشاره وکړه او د دغې پروژې پلي کول یې د اوبو مدیریت، د زراعت او د اقتصاد د پراختیا لپاره ارزښتمن ګام وباله.
په همدې حال کې د اوبو او انرژي وزیر د اغاجان بند پروژې په پرانیست غونډه کې څرګنده کړه، چې سربېره پر دې پروژې، په نږدې راتلونکي کې به درې نورې پروژې هم چې د سولري برېښنا تولید، د کجکي له بند څخه د بریښنا د لین لېږد او د شفلوغ بند جوړول پکې شامل دي، په روزګان ولایت کې د اوبو او انرژي وزارت له لورې پیل شي.
د اوبو او انرژي وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم اوبه د الله تعالی بې بدیله نعمت وبله او ټینګار یې وکړ چې اوبه په اوسنیو حالاتو کې له ځانګړي اهمیت څخه برخمنې دي.
د یادونې وړ ده، چې په روزګان ولایت کې د اغاجان بند پروژه د اوبو مدیریت، د زراعتي ځمکو د خړوبولو په موخه پلي کېږي، چې دغه بند د څه د پاسه د ۷۰ میلیونه متر مکعبه د اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري، چې اووه زره هکتاره زراعتي ځمکه به د خړوبولو لاندې ونیسي.