د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د چین لپاره د افغانستان له سفیر سید محي الدین سادات سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې، سید محي الدین سادات په چین کې د افغانستان سفارت د فعالیتونو، لاسته راوړنو او وروستیو پرمختګونه په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي.
نوموړي ویلي، چې په چین کې افغان سوداګر، محصلین او مېشت افغانان له اسلامي امارت، په ځانګړې توګه له افغان سفارت خوښ دي او په یاد هېواد کې مېشت افغانانو سره هر راز همکاریوته چمتو دي.
ښاغلي سادات زیاته کړې، چې زموږ هڅه د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا او افغانستان ته د چینایي پانګه والو جلبول دي او هڅه کوو په دې هېواد کې مېشتو افغان سوداګرو، محصلینو او اوسېدونکو افغانانو ته غوره خدمتونه او اسانتیاوې برابرې کړو.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له نوموړي څخه په مننې ويلي، اسلامي امارت د چین په ګډون له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام په فضا کې نېک تعامل غواړي او هڅه کوي له نړۍ سره ښې اړیکې ولري.
مولوي عبدالکبیر په چین کې د افغانستان سفارت د فعالیتونو لا ښه والي په موخه د دې هېواد لپاره افغان سفیر سید محي الدین سادات ته یو شمېر لازمې لارښوونې او سپارښتنې کړې دي.