ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو مرستیال د خوست اطلاعاتو او کلتور رياست څخه ليدنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو مرستیال او د هرات مرستيال والي مولوي حيات الله مهاجر فراهي او مل پلاوي د خوست اطلاعاتو او کلتور رياست څخه ليدنه کړې.

په دې لیدنه کې د خوست ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریيس مولوي شبير احمد عثماني لومړی د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو مرستیال او د هرات مرستيال والي مولوي حيات الله مهاجر فراهي، د  یاد وزارت حقوقي سلاکار قاري سعید خوستی، د افغانستان ملی راډیو تلویزیون ریيس قاري محمد یوسف احمدي او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د لاسته راوړنو، کړنو ستونزو او ننګونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړي.

 مولوي شبير احمد عثماني ویلي، اطلاعاتو او کلتور رياست د رسنيو سره ډېرې ښې اړیکې لري او خوست کې زيات شمېر غږيزې او انځوريزې رسنۍ د افغانستان اسلامي امارت د پاليسۍ په چوکاټ کې فعالیت کوي او د هغوی خپرونو او نشراتو په معياري کولو باندې مو کار روان کړی دی.

نوموړي زياته کړې؛ د ليکوالانو او شاعرانو لپاره مو بيلا بيل پروګرامونه برابر کړي او هم د ځوانانو لپاره مو وړيا ښوونیز مرکز پرانيستی دی، چې سلګونه زده کوونکي د انګليسي ژبې او کمپيوټر په برخو کې په زده کړو بوخت دي.

د خوست اطلاعاتو اوکلتور رییس ویلي، د دې ترڅنګ هر ورځ سلګونه ځوانان عامه کتابتون ته د مطالعې لپاره راځي او هم د خوست ملي موزيم او ملي نګارستان څخه ليدنه کوي.

مولوي شبير احمد عثماني همدا راز زیاته کړې، په نږدې راتلونکې کې د ژورې تاريخي او جهادي سيمې ته د زر کسيز درې ورځني سفر پلان لرو، چې د ټول هېواد اطلاعاتو او کلتور ريیسانو ترڅنګ به د ټول هېواد څخه ميلمانه او مخکيني مجاهدين پکې شتون ولري.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو مرستیال، د هرات مرستيال والي مولوي حيات الله مهاجر فراهي، قاري سعید خوستي او د افغانستان ملی راډیو تلویزیون ریيس قاري محمد یوسف احمدي د خوست اطلاعاتو او کلتور رياست کړنې ستايلي او زياته کړې یې ده، چې په ټولو برخو کې به د ياد رياست سره اوږه په اوږه کار وکړي او غوښتنې او وړانديزونه به يې د وزارت له رهبرۍ سره شريکې شي.