د رياست الوزرا د دفتر عمومي ریيس ډاکتر ملا عبدالواسع د ميدان وردګو ولايت د جاني خېلو د سېلاب ځپلې سيمې له لېدو وروسته، د ياد ولايت جلريز ولسوالۍ د سېلاب ځپلو سيمو څخه لیدنه کړې.
نوموړي د سېلاب ځپلو سیمو اوسېدونکو ته ويلي، چې اسلامي امارت هڅه کوي ترڅو د ورستيو سېلابونو له امله زيانمنو شويو کورنيو سره مرسته وکړي او همداراز خيريه موسسې سېلاب ځپلو سره مرستې ته هڅوي.
مولوي عبدالواسع د شهيدانو کورنيو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین او ریيس الوزرا د تسليت پیغام وړاندې کړی او ویلي یې دي؛ خوښ يوو چې خلک سېلاب ځپلو ته پر وخت د مسولينو له رسيدنې راضي دي.
نوموړي د هر شهيد له کورنۍ سره ۱۰۰ زره افغانۍ او هر ټپي سره ۵۰ زره افغانۍ مرسته کړې.
ورته مهال د جلريز ولسوال قاري صبغت الله ویلي، چې په دې پېښه کې ۲۶ کسانو ژوند بایللی او ۱۲ کسان نور ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته کړې، چې د اسلامي امارت مسولين او خلک پر دې پېښې غمجن دي او د اسلامي امارت د چارواکو د لارښوونې پر اساس د قربانيانو کورنيو ته رسيدنه کړې، او په لومړنيو شېبو کې زيانمنو ته بېړنۍ مرستې رسېدلي دي.
همدا راز، د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستيال زيانمنو کورنيو سره د تسليت او غمشریکۍ ترڅنګ ويلي، چې اسلامي امارت مو تر څنګ ولاړ دي او د سېلاب ځپلو سيمو ارزونه دوام لري چې پايله به يې په ليکلي ډول د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا دفتر ته وړاندې شي، ترڅو د هغه پر اساس له زيانمنو سره لا زياتې مرستې وشي.