ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امير خان متقي د کورش نړيوال فدراسيون له ریيس او مل پلاوي سره لیدنه کړې

د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د کورش نړيوال فدارسيون او د اسيا المپيک د ورزشي چارو له رییس حيدر فرمان سره لیدنه وکړه.

په دې ليدنه کې د ورزش ادارې رهبري او له فرمان حيدر سره راغلي پلاوي هم شتون درلود.

په پيل کې ښاغلي متقي ياد پلاوي ته ښه راغلاست ویلی، د هېواد د ورزش پر اوسني وضعيت يې خبرې کړې او خوښي يې ښودلې، چې د افغانستان ورزش په دې وروستيو کلنو کې د پخوا په پرتله د امن او ښه وضعيت له برکته ښې لاسته راوړنې درلودلې دي.

نوموړي له یاد پلاوي غوښتي، چې د افغانستان وضعيت په خپلو سترګو وګوري او حقايق یې له نړۍ او نړیوالو سره شریک کړي.

د بهرنیو چارو وزیر همداراز له نړيوالې المپيک کمېټې او نورو ورزشي ادارو هم غوښتي، چې د افغانستان وضعيت له نږدې وګوري او د حقايقو له ليدو وروسته دې پرېکړه وکړي.

د دې تر څنګ ښاغلي حيدر فرمان ویلي؛ دا يې څلورم ځل دی، چې افغانستان ته راځي؛ خو دا ځل تر ټولو ډېر ځان مطمئن او خوندي احساسوي.

نوموړي زیاته کړې: “د افغانستان په اړه موږ ته ډېر ناسم انځور راکړل شوی و، خو اوس موږ حالات له نږدې وکتل؛ د افغانستان ورزش ډېر پرمختګ کړی، په دې وروستيو کې د افغانستان ورزشکارانو ښې لاسته راوړنې درلودې، چې دا د دې ښکارندويي کوي، چې د افغانستان حکومت د ورزش تر څنګ ولاړ دی او ملاتړ يې کوي.”

د ښاغلي فرمان په وینا؛ د افغانستان حکومت سپورټ پاليسي او ورزش ته بايد نوره توجه هم ډېره کړي او له دې لارې له نړۍ سره اړيکې پياوړې کړي، ځکه په دې برخه کې هيڅ خنډ موجود نه دی.

دغه‌راز افغانستان اوس د اسيايي لوبو کوربتوب کولای شي او دا کار ګټور دی.

ښاغلي فرمان ډاډ ورکړی، چې د افغانستان د ورزش ریښتينی انځور او اوسنی حالت به له نړيوالو ورزشي ادارو سره شريک کړي.