ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالله نوري د زابل په لویه ولسي غونډه کې؛ افغانستان ورځ تر بلې په اقتصادي برخه کې نړۍ ته نږدې کیږي

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالي کې لویه ولسي غونډه جوړه کړې.

په دې لویه ولسي غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، د شاجوی ولسوالۍ ولسوال خالد اخوندزاده، د زابل ولایت د استخباراتو ریاست اطرافي مدیر غیاث الحق فاروق، د سیمې سلګونه دیني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو او عامو خلکو ګډون کړی وو.

د دغې ولسي غونډې په ترڅ کې دیني عالمانو او قومي مشرانو ویلي، د اسلامي امارت قیام زموږ یو لوی ارمان و او استحکام یې زموږ دنده ده.

دوی زیاته کړې، زموږ کورونه د مجاهدینو سنګرونه وو، که اړتیا شي بیا هم دا ډول قربانیو ته چمتو یو.

په دې غونډه کې قومي مخورو د خپلې سیمې د سړکونو د خاموالي، د څښاک د پاکو اوبو نشتون، د روغتیایي روغتونونو کمښت او د مدارسو د پراختیا په برخه کې یو لړ ستونزې شریکې کړې او د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر څخه یې د حل او پاملرنې غوښتنه کړې.

د ناستې په پای کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې ویلي؛ زموږ د افغانستان خلګ ۲۰ کاله په اور کې ولوبېدل خو یوه ورځ یې هم نه چا ته سر ټیټ کړ او نه یې هم په خپل دین، مذهب او ناموس سودا وکړه.

ملا نورالله نوري همدا راز زیاته کړې، اسلامي امارت ورځ تر بلې په اقتصادي برخه کې له نړۍ سره اړیکې پراخوي او افغانستان د منځنۍ اسیا د وصل په نقطه بدلېږي.

نوموړي د افغانانو د شتمني په هکله ویلي، د افغانانو شتمني د جمهوریت پر مهال په امریکا کې ساتل کېده له همدې امله د اسلامي امارت له راتګ سره یاده شتمني امریکا کنګل کړه.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر زیاته کړې؛ اسلامي امارت په یوه ټکني حالت کې د افغانستان وضعیت عادي وساته د دې پر ځای چې ادارې فلج شوې وی، ولسونه له فقر او لوږې سره مخ شوي وی برعکس یې پرمختګ وکړ او په هېواد کې د بیا رغونې، اقتصاد، ښوونې، سیاسي تعاملاتو، امنیت او ملي وحدت په برخه کې فعالیتونه ترسره شول او د پام وړ لاسته راوړنې یې ودرولودې.