د عدلیې وزارت قانون جوړونې د چارو عمومي ریاست د تقنیني سندونو ژباړې او د رسمي سندونو تصدیق ریاست د روان کال په چنګاښ میاشت کې د زرګونو تنو مراجعینو رسمي سندونه تصدیق کړي.
یاد وزارت وايي، چې د رسمي سندونو د ژباړې د حق التصدیق او دارالترجمو د ژباړونکو د اجازه لیکونو له صدور څخه یې یو میلیونو ۳۹۵ زره او ۳۴۰ افغانۍ عواید د بانکي سیستم له لارې راټول کړې او د اسلامي امارت خزانې ته یې سپارلي دي.
د دې وزارت په وینا؛ دا عواید په مرکزي آمریت او د کندهار، بلخ، کندز، ننګرهار، خوست، پکتیا، نیمروز، هرات او بدخشان ولایتونو په نمایندګیو کې د ۷ زره او ۵۹۳ رسمي سندونو د حق التصدیق او دارالترجمو د ژباړونکو د اجازه لیکونو د صدور له درکه راټول شوي دي.
د عدلیې وزارت مسولینو زیاته کړې، چې په تصدیق شویو سندونو کې د تابعیت تذکرې، زېږون کارت، نکاح خط، زوجیت خط، طلاق خط، مجرد خط، مختلف جوازونه او نور رسمي سندونو او وثیقې شاملې دي، چې د سند له اصل سره له مطابقت څخه وروسته تصدیق او غیر اصولي سندونه یې پېژندل شوي او ضبط شوي دي.