ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

برېښنا شرکت خپلې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام برېښنا شرکت خپلې کړنې او لاسته راوړنې د رسنیو له لارې له ملت سره شریکې کړې.
د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام ته په وینا کې ویلي، چې د افغانستان بريښنا شرکت په تېر یوه کال کې د کابل، ننګرهار او پروان ولایتونو کې یو زر او ۴۹۶ جریبه غیرې منقوله ځمکه له غاصبینو راګرځولې.
نوموړي زیاته کړې، چې برېښنا شرکت د خپلو انجینرانو پر مټ ۳،۵ میلیونه ډالرو په لګښت د ۱۷۰ کیلو متره په اوږدوالي د کجکي – کندهار ۱۱۰ کیلو ولټ مزی رغول شوی، چې د انرژۍ لیږد ظرفیت له ۳۰ میګاواټه ۸۵ ته لوړ شوی دی.
د ښاغلي میوندي په وینا؛ برېښنا ریاست په کابل او ننګرهار ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د برېښنا مزي له استوګنیزو ساحو څخه ځانګړي کړي، چې برېښنا کې یې زیاتوالی راغلی.
دغه راز یاد ریاست د نوي کېدونکي او مثمریت انرژۍ لپاره پینځه کلن ستراتیژیک پلان جوړ کړی، چې په تطبیق به يې د افغانستان برېښنا په برخه کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته شي.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې؛ د برېښنا تخنیکي ټیم په ۱۰ ولایتونو کې له ۳۰ څخه زیاتو ولسوالیو ته د برېښنا رسولو لپاره سروې او تخنیکي مطالعات ترسره کړي، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به ۲۶۰ زره کورنیو، سوداګریز او نظامي مرکزونه له برېښنا سره وصل شي.
د برېښنا شرکت تجارتي رییس مولوي عبدالرحمن رحماني په خپلو خبرو کې ویلي، چې موږ د افغانستان په بیارغونه او روښنايي کې نه ستړي کیدونکي ګامونه اخلو.
نوموړي د برېښنا شرکت لوي لاسته راوړنې د خپلو پېرودنکو څخه ۳۳ میلیارده ۱۷۸ میلیونه افغانیو، د دولتې ادارو څخه ۳،۵ میلیارده افغانیو او د کابل هغه پېرودونکي چې حاضر نه وو د برېښنا بیلونه تحویل کړي، د ګډ کمیسیون په مرسته ۱۱۸ میلیونه افغانیو عواید راټولول یاد کړي دي.
د ښاغلي رحماني په وینا؛ د برېښنا بیلونو په سیستم کې ۴۶ زره او ۳۸۴ ميټرې چې پخوا دې سیستم کې ثبت نه وې ثبت شوي دي او د تېر کال په نسبت د ضایعاتو کچه د ۳۳،۱۵ ٪ څخه ۲۶،۳۷ ٪ ته راټیټه شوې ده.
مولوي عبدالرحمن رحماني زیاته کړې، چې د دوه میلیارده او ۳۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴۹ پروژې د تطبیق په حال کې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت لخوا په ۱۴۴۴ کال کې ګاونډیو هېوادونو ته د پیرودل شوې برېښنا د پیسو ورکړه کې ازبکستان ته څه باندې ۱۰۲ میلیونه ډالر، تاجکستان ته څه باندې ۸۰ میلیونه ډالر، ترکمنستان ته څه باندې ۵۶ میلیونه ډالر او ایران ته څه باندې ۶۵ میلیونه ډالر ورکړي دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې د ۲۰۲۳ کال پېرل شوې برېښنا څخه د ازبکستان ۲،۲ میلیارده کیلو واټه ساعته انرژي، تاجکستان ۱،۹ میلیاره کیلو واټه ساعته انرژي او ترکمنستان ۱،۷ میلیارد کیلو واټه ساعته انرژي تولید یادونه کړې.
د برېښنا شرکت عملیاتي رییس انجینر صفی الله احمدزي ویلي، د برېښنا شرکت انحینرانو یو سبسټیشن مکمل ډیزاین کړی چې نیږدي وخت کې به افتتاح شي، د دغه سبسټیشن ټولې برخې داخلي انجینرانو د ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت جوړې کړي دي.
نوموړي ویلي، د دې لپاره چې تخنیکي سیستم تقویه کړو موږ ۱،۷ میلیارده افغانیو په ارزښت تداراکاتي پروژې ترتیب کړي او هغه مو اعلان ته سپارلي، چې په تکمیل سره به یی ضایعات کم او په چارو کې پرمختګ رامنځته شي.