ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغاني سرې میاشتې د دې ټولنې د پرمختګ او ظرفیت لوړونې په برخه کې هڅې پیل کړې

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مرستیال میګیول میلاریول سره د سعودي عربستان په جده ښارکې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغاني سرې میاشتې پر فعالیتونو، لاس ته راوړنو او د چارو پر لا ښه والي یې مشورې شریکې کړې او پر راتلونکو فعالیتونو او ګډ پلان يې بحث کړی.

 ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په دې ناسته کې د افغاني سرې میاشتې پر پرمختګونو او ستونزو خبرې کړې ، او د ملي ټولنو له نړیوال فدراسیون څخه یې غوښتې چې د ستونزو په حل کې لازم ګامونه واخلي او خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي.

د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون مرستیال میګیول میلاریول ژمنه کړې، چې د افغاني سرې میاشتې د پرمختګ او ظرفیت د لوړاوي لپاره به جامع پلان چمتو کوي او د پلي کولو لپاره به یې اړینې هڅې کوي.