ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د غور-هرات لويې لارې د دویم فاز چارې پیل شوې

د غور- هرت د لويې لارې دویم فاز، چې ۳۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري د جوړولو چارې یې د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ له زمان اباد سیمې څخه پیل شوې دي.

د غور والي وياند شيخ مولوي عبدالواحد حماس ویلي، چې د دې پروژې د پرانستې په مراسمو کې د غور والي ملا احمد شاه دین دوست او د هرات ولایت مرستیال مولوي عبدالقیوم روحاني په ګډون د دواړو ولایتونو ګن شمېر مسولینو شتون درلود.

د غور والي ملا احمد شاه دین دوست ویلي، خوښ یو چې د غور او هرات اوسیدونکو د کلونو انتظار پای ته رسیږي او د دې حیاتي پروژې د دویم فاز د پرانستې شاهدان یو.

نوموړي ویلي، د دې لارې په رغولو سره به مسافرو ته اسانتیاوې برابرې شي او د خلکو په اقتصاد کې به مهم او اساسي بدلونونه راشي.

دغه راز ښاغلي دین دوست د هرات او غور له اوسېدونکو او د اسلامي امارت له مسولینو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې.

د غور- هرات لويې لارې د جوړولو چارې په داسې حال کې له هرات ولايت څخه پيلېږي، چې څه موده وړاندې د دې لارې لومړۍ برخه د تخت درې ولسوالۍ څخه د غور تر شهرکه پورې د خلکو او سوداګرو په مالي همکارۍ پيل شوې وه، چې تر دې دمه یې چارې روانې دي.