ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هڅه کوي، چې ولس ته د امکان تر کچې د ښه ژوند اسانتیاوې برابرې کړي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په جلا ناستو کې د لوګر ولایت له ولسوالانو او د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ له یو شمېر قومي مخورو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.

په پیل کې د لوګر ولایت ولسوالانو د خپلو چارو او د سمیه‌يیزې حکومتولۍ په هکله د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې په ولسوالیو کې له قومي مشرانو سره ښې اړیکي لري او د هرې ولسوالۍ لومړیتوبونه یې په ګوته کړي دي.

دغو ولسوالانو له سېلاب ځپلو سره د مرستو په یادونې سربېره د روغتیا، پوهنې او سړک جوړونې په برخو کې د اساسي پروژو د پیلولو په اړه هم د ولسونو ترتیب شوي وړانديزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلي دي.

همدارنګه د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ قومي مشرانو او مجاهدینو بيا په خپلو سیمو کې د منظور شويو پروژو د ژر پیل د وړاندیز تر څنګ د یو شمېر نورو پراختیايي پروژو د پیل غوښتنه کړې ده.

یادو قومي مخورو د غازي اباد ولسوالۍ امنیت ډاډمن یاد کړی او ویلي یې دي، چې پخوانۍ ستونزې او ننګونې حل شوې او خلک خپل عادي ژوند کوي.

مولوي عبدالکبیر د لوګر سیمه‌ييزو مسولینو او د کونړ مخورو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، چې اسلامي امارت خپلې چارې د خلکو د مشورو او غوښتنو پر بنسټ مخکې وړي او هڅه کېږي، چې د امکان تر بریده ولس ته د ښه ژوند اسانتیاوې چمتو کړي.

په همدې اساس هر کال ګڼ شمېر پروژې په ملي بودجه کې ځای پر ځای کېږي.

سیاسي مرستیال د لوګر ولسوالانو ته په خطاب کې ویلي، چې تاسې په سیمه کې د اسلامي امارت استازي یئ او خپلې چارې د شریعت په رڼا کې ترسره کړئ.

مولوي عبدالکبیر راغلو مخورو او مېلمنو ته ډاډ ورکړی، چې پر وړاندیزونو به یې غور وشي او په اړه به يې اړوندو ادارو ته اړینې سپارښتنې وکړي.