ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

فوټسال ملي لوبډله په نړیواله کچه 23 او په اسیا کې 2 درجې مخته شوې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د نړۍ په تازه درجه‌بندۍ کې ۷۶ او په اسیايي هېوادونو کې ۱۷ نمبر ته پورته شوه.
فوټسال ملي لوبډله وروسته له هغې پرمختګ کوي، چې د مرکزي اسیا په روانو سیالیو کې د اوزبکستان او قرغېزستان په ماتولو سره دوه پرلپسې بریاوې خپلوي.
دغه لوبډلې د مرکزي اسیا روانو سیالیو په لومړۍ لوبه کې قرغېزستان ۵ – ۴ او په دویمه لوبه کې یې بیا اوزبکستان ۴ – ۳ له ډګره بهر کړل.
د مرکزي اسیا سیالیو په دوام افغانستان ۳ نورې لوبې هم لري، چې یوه یې نن چهارشنبه ( د زمري ۴مه ) له ایران او پاتې دوو لوبو کې به په راتلونکو ورځو کې له ترکمنستان او قزاقستان سره مخ شي.
له دې وړاندې افغان فوټسال ملي لوبډلې په نړۍ کې ۹۹ او په اسیا کې بیا په ۲۰ مقام کې وه.