ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

 مولوي احمد الله وثیق: افغانستان د نړیوالو لوبو کوربتوب ته چمتو دی

د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او مل پلاوي په قطر کې د افغانستان سفیر ډاکټر محمد نعیم وردګ د دې هېواد د ورزش له وزیر الشيخ حمد بن خليفة بن احمد آل ثاني سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې، د یاد هېواد د ورزش د پراختیا رییس محمد عیسی الحرمي هم شتون درلود.

د لیدنې په پیل کې مولوي احمد الله وثیق د فغانستان د ورزش په اړه معلومات وړاندې کړي او هم یې د وروستیو ورزشي لاسته راوړنو یادونه کړې.

نوموړي ویلي؛ د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته په ټول هېواد کې بشپړ امن راغلی او د امنیت له برکته اوس په افغانستان کې ورزش ته غوره زمینه برابره شوې ده.

ښاغلي وثیق زیاته کړې، افغانستان د نړیوالو لوبو کوربتوب ته چمتو دی، نړیوال ورزشکاران کولی شي په ډاډه زړه هېواد ته راشي.

ورپسې د قطر هېواد د ورزش وزیر الشيخ حمد بن خليفة بن احمد آل ثاني د افغانستان د ورزش رهبري ته ښه راغلاست ویلي او د افغانستان د ورزش په وروستیو لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړې.

ښاغلي احمد آل ثاني په خپلو خبرو کې د افغانستان له ورزش سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، موږ مخکې هم د افغانستان له ورزش سره همکاري کړې ده او راتلونکې کې هم د افغانستان له ورزش سره همکاري خپل ویاړ بولو.

د یادونې وړ ده، چې د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي مولوي احمدالله وثیق او مل پلاوی دوه ورځې وړاندې د قطر هېواد په رسمي بلنه یاد هېواد ته تللی، تمه ده دوه ورځې به نور هم د یاد هېواد له ورزشي مسولینو سره لیدنې وکړي.