ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان او ایران د رېل پټلۍ پر پراختیا ټینګار کړی

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس ملا بخت الرحمن شرافت د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او د یاد هېواد د سفارت له سرپرست کاظمي قمي او مل پلاوي سره لیدلي.

په دې لیدنه کې د دواړه هېوادونو ترمنځ د رېل پټلۍ په برخه کې پر پراختیا ټینګار شوی او دواړه لوریو د خواف ـ هرات رېل پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد په پیل خوښي  ښودلې او څرګنده کړې يې ده، چې باید دواړه لوري هڅه وکړې چې له یاد مسیر څخه لېږد رالېږد دوامداره شي او یاده پروژه تر هرات ښار پورې ورسیږي.

همدا راز ښاغلي شرافت ایراني لوري ته ویلي؛ د خوړو نړیوال سازمان لېوالتیا لري چې د خپلو بشردوستانه مرستو یوه برخه د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته ولیږدوي.

نوموړي غوښتنه کړې، چې د یاد سازمان، افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې او ایراني لوري ترمنځ دې ګډه ناسته وشي.

 ایراني لوري د دې پېشنهاد هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې یاد سازمان سره به ګډه ناسته کوي.