ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: افغان ولس ته د لازمو خدمتونو وړاندې کول د اسلامي امارت دنده ده

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د بادغیس له والي ملا عبدالصمد جاوید سره لیدنه وکړه.

د دې لیدنې په پیل کې د بادغیس والي په یاد ولایت کې د ټولنیز، اقتصادي او سیمه ییزې حکومتولۍ د وضعیت ترڅنګ د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.

 ملا عبدالصمد جاوید وویل، د اسلامي امارت مجاهدین او سیمه ییز مسولین د یاد ولایت د امنیت د ټينګښت او د خلکو د هوساینې لپاره نه ستړې کېدونکي هڅې کوي او ولسونو ته د خدمت او د دوی د ستونزو د حل په برخه کې خپلې هڅې نه سپموي.

 د بادغیس والي همدا راز د اسلامي امارت له رهبري وغوښتل، چې د دې ولایت مواصلاتي سړکونو او د اوبو بندونو جوړولو او د کانونو ایستنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

وروسته د ریاست الوزرا اداري مرستیال د بادغیس ولایت د مسولینو فعالیتونه او کړنې وستایلې.

 مولوي عبدالسلام حنفي وویل؛ د هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه، افغان ولس ته د لازمو خدمتونو وړاندې کول او د اجتماعي هوساینې ټینګښت د اسلامي امارت له دندو او مسولیتونو څخه دي، چې پدې برخه کې په خپل ټول توان کوښښ کوي.

نوموړي زیاته کړه، دې ته په پام چې اسلامي امارت د متوازن انکشاف په موخه په ټول هېواد کې زیاتې برنامې تر لاس لاندې لري، بادغیس ولایت هم پدغو برنامو کې شامل دی او د توان تر بریده به یادې پراختیايي پروژې په دغه ولایت کې هم عملي شي.