ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان د سيمې د اقتصادي نښلون په برخه کې مهم رول لري

د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د مسکو فارمټ شپږمې ناستې په څنډه کې د روسيې فدراسيون د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف سره لیدنه کړې.

 په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او روسيې پر دوه اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو او سيمه‌ييزو چارو خبرې کړې دي.

د مولوي امير خان متقي په دې لیدنه کې ویلي؛ د افغانستان حکومت ته مسکو فارمټ ځانګړی اهميت لري او غوښتنه يې کړې، چې دغه فارمټ د افغانستان او د سيمې هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پراختيا پر ميکانيزم بدل شي.

 نوموړي د افغانستان او سيمې د هېوادونو ترمنځ په سياسي او اقتصادي برخو کې د پرمختګونو يادونه کړې او هيله يې څرګنده کړې، چې د روسيې فدراسيون سره د اسلامي امارت د ديپلوماتيکو اړيکو کچه لوړه شي.

د بهرنيو چارو وزير همدارنګه په افغانستان کې د ډاډمن امنيت او ثبات يادونه کړې او ویلي يي دي، ډاډمن امنيت افغانستان کې د پانګونې ښې زمینې برابرې کړې دي.

د روسيې فدراسيون د بهرنيو چارو وزير ویلي؛ هېواد يې د افغانستان اړوند ټولو ناستو ته د اسلامي امارت استازي بللي دي او دې چارې ته به ادامه ورکوي.

 سرګي لاوروف ټينګار کړی، چې د افغانستان د مرکزي بانک زېرمې له کنګل بېرون شي او افغانستان سره تعامل له نورو چارو سره ونه تړل شي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير همداراز افغانستان سره په سياسي او اقتصادي برخو کې د خپل هېواد د اړيکو پر پراختيا ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده؛ د روسيې شرکتونه لېواله دي، چې افغانستان کې د کرنې، کانونو او ټرانسپورټ برخو کې پانګونه وکړي.

سرګي لاوروف همداراز په سيمه او نړۍ کې له وروستيو بدلونونو وروسته د افغانستان موقعيت ته په اشارې ویلي، افغانستان د سيمې د اقتصادي نښلون په برخه کې مهم رول لرلی شي.