ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

صنعت او سوداګرۍ وزارت خپلې کړنې او لاسته راوړنې د رسنیو له لارې ملت سره شریکې کړې

ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام صنعت او سوداګرۍ وزارت خپلې کړنې او لاسته راوړنې د رسنیو له لارې ملت سره شریکې کړې.
صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ملت ته د دولت حساب ورکولو په پروګرام کې ویلي، د هېواد صنعت د پرمختګ او ملاتړ په موخه مو بېلا بېل پروګرامونه پلي کړي دي چې د هېواد په ځان بساینه کې مهم رول لرلی دی.
نوموړي زیاته کړې، صنعت او سوداګرۍ وزارت له کورنیو تولیداتو څخه د ګټې اخېستنې په پار یوه طرحه کابینې ته وړاندې کړې وه، چې له تصویب وروسته ټولو ادارو ته لیږل شوې، ترڅو په بشپړ ډول له کورنیو تولیداتو څخه ګټه واخیستل شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر صنعت کارانو او سوداګرو ته په خطاب کې ویلي، اوس پانګونې ته غوره زمینه برابره شوې، د صنعتي پارکونو مسودې اسانه شوي او په مالیاتو کې کموالی راغلی دی.
نورالدین عزیزي زیاته کړې؛ چې ټول هېواد کې۵۰ نوې لويې کارخونې جوړې شوي او په سلو کې اتیا سلنه غېرې فعاله فابریکو بیا فعالیت پیل کړی، د کندهار او هلمند صنعتکارانو ته ۲۴ ساعته برېښنا برابره شوې.
دغه راز ښاغلي عزیزي د ټرانزیټ زیاتوالي، د بازارونو تنظیم، د سوداګریز بېلانس ودې، د ملي او نړیوالو نندارتونونو جوړول، فعالې سوداګریزې ډیپلوماسۍ، بهرنیو هېوادونو ته د صادراتو زیاتوالی او ګمرکونو کې د قاچاق مخنیوي یادونه کړې.
نوموړي ویلي؛ په بېلابېلو برخو کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو جلبول، د صنعت په برخه کې له ۱۵۰ میلیونه ډالرو د زیاتې پانګونې، د کانونو د استخراج لپاره پلان جوړونه او د ۷ زره ۲۶۳ نوي جوازونو وېش او نورلاسته راوړنو یادونه کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي، چې خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په برخه کې د خصوصي سکتور ملاتړ صندوق جوړول، د ښځو د سوداګرۍ او پانګه اچونې خونې جوړول، د سوداګرو او صنعت کارانو ستونزو ته په وخت رسیدنه او کورنیو تولیداتو ته بازارموندنه شوې ده.