د اداري کمېسیون غونډه د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د غړو په ګډون ترسره شوه.
دې غونډه کې د عدلیې وزارت، لوړو زدهکړو وزارت، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې او د مورا تعلیمي او تحصیلي کمپلکس تر څنګ په یو شمېر نورو موضوعاتو هر اړخیز بحث شوی.
ې غونډه کې د جوازونو تمدید منظورۍ په موخه د اقتصاد وزارت اړوند غوښتنې، د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو د جوازونو د نوم تغیر او ورکېدو، د کابل او پولي تخنیک پوهنتونونو په یو شمېر څانګو کې د ماسټرۍ لپاره د درېیم ظرفیت جذب او په افغان نړیوال پوهنتون کې د انجینرۍ، زراعت، طب او شرعیاتو څانګو جوړولو په موخه د لوړو زدهکړو وزارت پر غوښتنو، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست پر اړوندو مسایلو هر اړخیز بحث وشو او په دې تړاو لازم تصمیمونه ونیول شول.
دغه راز جلا کمېټو ته دنده سپارل شوې، ترڅو په اجنډا کې شامل یو شمېر موضوعات وارزوي او راتلونکې غونډې ته یې وړاندې کړي.