د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې کړنې او لاسته راوړنې د رسنیو له لارې له ملت سره شریکې کړې.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام ته په وینا کې ویلي، د کرنې وزارت د ۱۴۰۲ کال پلانونو څخه بزګرانو او خصوصي سکتور ته د ۱.۳ میلیارده افغانیو ورکول، د نباتاتو، شالي، غنمو او سبزیجاتو د ۸۰ مټریک ټنه کورني تخم تولید او د اوبو لګولو د ۱۱۳ پروژو سروې او ډیزاینونه یاد کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د لومړي ځل لپاره د کرنې او مالدارۍ د ودې او خصوصي سکتور د ملاتړ په موخه؛ بزګرانو، مالدارانو او خصوصي سکتور ته، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ پراختیا صندوق د وکالې او مرابحې خدمتونو له لارې څه باندې ۴۵۸ میلیونه افغانۍ ورکړل شوي دي.
مولوي عطاء الله عمري ویلي، بزګرانو ته د ملي او نړیوالو موسسو په همکارۍ شاوخوا ۲۵ زره مټریک ټنه اصلاح شویو غنمو او کیمیاوي سرې وېش، د کرنیزو محصولاتو د درې لویو نندارتونونو په لار اچول او د ۲ زره ۹۰۲ هکټاره مېوه لرونکو باغونو جوړول د دې وزارت مهمې لاسته راوړنې دي.
ښاغلي عمري د مالدارۍ برخه کې د کرنې وزارت له عمده فعالیتونو څخه؛ د څه باندې ۱،۵ میلیون ډوز واکسین تولید، د حیواني صحت لابراتوارونو کې د څه باندې ۴۸ زره ناروغیو تشخیص او په ولایتونو کې د شېدو پروسس مرکزونو رامنځته کړي دي.
سرپرست وزیر، د ځنګلونو وهلو او چارتراش لرګیو د قاچاق مخنیوی، د چکډېمونو، اوبو زېرمو، سربندونو او کانالونو جوړول، په ۱۲ ولایتونو کې د اوبو لګولو پروژو د سروې او ډیزاین چارو پیلول او د څه باندې ۱۷ زره مټریک ټنه پستې او نېږدې ۱۲ زره مټریک ټنه جلغوزو تولید، د اوبو لګولو او طبیعي منابعو مهم فعالیتونه یاد کړي.
د یاد وزارت په وینا، د ځمکو غصب مخنیوي برخه کې څه باندې ۴۵۴ زره جریبه ځمکه له غاصبینو راګرځول شوې.