د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د درې زره او ۳۲۸ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.
ثبت شوي ارقام ښیي، چې د روان کال په وږي میاشت کې د ۳۳ ښځینهوو په ګډون یو زر او ۸۰۴ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۳۱ ښځینهوو په ګډون، یو زر او ۵۲۴ نور له هېواده وتلي دي.
له بلې خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري، چې یو زر او ۷۶۴ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۳۹ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي دي، چې له دې ډلې یې ۲۱۲ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه هېواد ته داخل شوي دي.
د یادې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو زیات بهرني وګړي د نیمروز ولایت، تورخم او حیرتان بندرونو او د کابل او بلخ نړیوالو هوايي ډګرونو له لارې هېواد ته راغلي دي.
د يادونې وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د نورو کړنو او فعالیتونو ترڅنګ هېواد ته د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ ثبتولو اړوند خدمتونو مسوليت هم پر غاړه لري.