د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خوړو او درملو ملي ادارې له رییس ډاکټر عبدالباري عمر سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې عبدالبارې عمر د یادې ادارې د فعالیتونو، ایران ته د خپل وروستي سفر او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي.
نوموړي ویلي، ایران ته مو سفر مثبتې پایلې او لاسته راوړنې درلودې.
ښاغلي عمر زیاته کړې، مخکې د دې ادارې فعالیتونه کم وو ډېری برخې یې غېر فعالې وې، خو اوس د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې فعال ریاستونه لري، د خوړو د کنټرول په ګډون ځینې برخې یې بېرته فعالې شوي دي.
همدا راز عبدالباري عمر ویلي، هڅه کوي چې خواړه او درمل محفوظ وساتي د مسلکي او متخصصینو په مټ د یادې ادارې لپاره نوې طرحې جوړې او پلی کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له ښاغلي عمر څخه په مننې د یادې ادارې فعالیتونه مثبت ارزولي او ویلي يې دي، چې دغه اداره د هېوادوالو د روغتیا لپاره مهمه ده او باید پاملرنه ورته زیاته شي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د چارو د لا ښه والي په موخه ښاغلي عمر ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې کړې.