ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: ځوانان مو باید پر عصري علومو او ټکنالوژۍ سمبال شي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلینو فراغت غونډې مراسمو کې کډون کړی.

مولوي عبدالسلام حنفي په د ې مراسمو کې د وینا پرمهال محصلینو ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، چې وطن ته خدمت او د هېواد ابادي د افغان ځوانانو مسولیت دی.

ښاغلي حنفي دغه راز زیاته کړې ، د څو لسیزو په اوږدو کې سترو زبرځواکونو په بېلابېلو پلمو افغانستان اشغال کړی وو، چې له بده مرغه د بیارغونې په برخه کې یې ورته هېڅ کار نه دی کړی او لا زیات یې وران کړی دی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال، له ښوونې او روزنې او همدا راز د لوړو زده‌کړو له زمینې برابرېدو پرته د هېواد ابادي او پرمختګ ناشونی بللی او د اسلامي عقیدې په پام کې نیولو سره په عصري علومو او ټکنالوژي د ځوانانو په سمبالولو ټینګار کړی.