د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۴ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۱۶ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۲۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۷۷ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۹ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۶ کورنیو سره ټولې۱۰۸ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
۱۱ کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په تورخم کې ۲۹۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په تورخم کې ۲۰۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۶۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
په تورخم کې کډوالو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱ تنه و، کندهار، هلمند او پکتیکا ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته شپږ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴ کورنیو سره ټولې۱۰۴ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
۳۰ کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۱۲۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۹۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۱۲۷ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو ته وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۶۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۱۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۷۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۵۱ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱۴ کورنیو سره ټولې۸۴۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
۱۱۴ کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۱۱۴ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۹۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۰۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸۹ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۴۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
۴۷ کورنۍ د اسلام کلا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
پکتیکا
انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له انګور اډې څخه ۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵ تنه و، شینکۍ ولسوالۍ ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او یادې کورنۍ ته ۴۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۳۴۶ کورنۍ او یو زر او ۴۱۴ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۱۲ کورنۍ او ۵۵ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۳۳۳ کورنۍ
موقت ميشت شوي کډوال: ۲۰۲ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۳۶ عدده