ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اکتوبر ۷مه؛ د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ!

۲۳ کاله وړاندې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د اکتوبر میاشتې په ۷مه د امریکا په مشرۍ لوېدیځ ایتلاف پر افغانستان یرغل وکړ.

امریکا افغانستان کې اسلامي نظام ړنګ کړ او په یرغل یې هېواد کې د غربي ښکلېلاک د جبر، زور او وحشت توره دوره پیل شوه.

امریکايي اشغال شل کاله افغانستان کې ډول ډول ظلمونه وکړل، ړندې بمبارۍ یې وکړې، افغانان یې شهیدان او بندیان کړل او افغانستان یې د لمبو خوراک او ګڼې ویجاړۍ یې رامنځته کړې.

امریکا د افغانستان په شل کلنه جګړه کې دومره وحشتونه او ظلمونه وکړل، چې د تل لپاره به د انسانیت پر لمن تور داغ وي.

د امریکا شل کلنه تحمیلي جګړه د افغان په خاوره د نویو وحشتونو او ناخوالو پیل و.

په دې خونړۍ جګړه کې هر ډول جنایتونه تر سره شول. کروندګر په کروندو کې، ماشومان په ښوونځيو او روغتونونو کې، ښځې او سپين‌ږیري په کورونو کې تر ړندو بریدونو لاندې شهیدان شول او وروسته بیا هغه محاکم او بنسټونه هم تحریم کړل شول، چې دا جنایتونه یې څېړل.

موږ د یوه داسې خونړي جنګ ښکار وو چي ودونه او ناوې مو هم د ړندو بمباریو ښکار وې. د نشه‌یي توکو کښت په کراتو زیات او قاچاق يې خورا پياوړی و. دولت جوړونه په دولت وېشنه، بیارغونه په ویجاړۍ، اقتصادي وده په بې‌کارۍ او له هېواده د کادرونو تېښتې او اداري فساد افغانستان د نړۍ لومړی مفسد هېواد کړی و.

د دې تر څنګ یې ملي يووالی په قومي جوړښتونو بدل او د ملت جوړونې پر ځای يې ملیت پالنه رامنځته کړه.

امریکا په افغانستان کې د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه وکړه.

د براون پوهنتون د جګړې د زیانونو پروژې د څېړنو له مخې، په دې ۲۰ کلنه جګړه کې ۴۷ زره او ۲۴۰ ولسي افغانان شهیدان شول.

د امریکا د دفاع وزارت له قوله، ۲۴۴۲ امریکايي سرتېري او ۳۸۰۰ خصوصي امنیتي قراردادیان پکې ووژل شول او پر دې سربېره د ناټو دغړو هېوادونو ۱۱۴۰ عسکر هم پکې وژل شول.

امریکا افغانستان ته د خپلو ستراتیژیکو او اوږدمهالو سیمه‌ییزو ګټو ترلاسه کولو لپاره راغلې وه او د سپټمبر ۱۱ مې پېښه د افغانستان د اشغال لپاره یوه پلمه او تر ډېره له همدې موخو سره تړلې وه، خو د اسلامي امارت د سرسپارلو مجاهدینو نه هېرېدونکو قربانیو په پایله کې اړ شول، چې ماتې ومني او په شرمېدلي ډول له افغانستان څخه ووځي.

بالاخره د امریکا په مشرۍ ناټو مجبوره شوه، چې افغانستان کې د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي میاشتې پر اتمه له افغانستان څخه وروستۍ امریکايي عسکر ووت او په دې خاوره د امریکا شل کلن حضور پای ته ورسېد او افغانستان یو ځل بیا خپلواک شو.

امریکا افغانستان په داسې میدان پرېښود چې یوه طبقه پکې میلیونران وو او ۷۵ سلنه عام خلک تر غربته پکې رسېدلي وو. په لکونه کورنۍ تباه شوې وې،‌ ۲۰ میلیونه افغانانو سم خوراک ته لاسرسی نه درلود، په میلیونونه خلکو کار نه درلود او په میلیونونو ماشومان د خوراک له کمښت سره مخ و.‌

د افغانستان اسلامي امارت د امریکايي اشغال د پيل ۲۳ مې کليزې په تړاو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا ورځ د هېواد په تاریخ کې توره ورځ یاده کړې او ویلي یې دي: “امریکايي اشغال شل کاله دوام وکړ او په افغانستان کې یې خورا ډیر ظلمونه وکړل، زرګونه بې ګناه مظلوم مسلمانان یې شهیدان، زخمیان، مهاجر او بې کوره کړل. زموږ اقتصاد ته یې سخت زیان واړاوه او خپل لاسپوڅي غلامان یې پر افغانانو مسلط وساتل.”

په یاده اعلامیه کې زیاته شوې: “خو په وړاندې یې افغان مسلمان او مجاهدو خلکو سخت غبرګون وښود، د اسلامي امارت په رهبرۍ کې خورا ستر جهاد ترسره شو او له شل کاله مجاهدې، مبارزې، قربانیو، صبر او استقامت څخه وروسته د الله جل جلاله په نصرت سره امریکايي اشغالګر مات او مجاهدین بریالي شول.الحمدلله والمنة”

له شل کلن جهاد وروسته اسلامي امارت بیا ځلي په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې امریکا او د هغوي متحدین مات کړل او هېواد یې د هغوی له نیواک څخه وژغوره.