د غصب شويو ځمکو د بیرته راګرځولو کمېسيون مسوولینو، ملت ته دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق ملت ته د دولت حساب ورکولو په پروګرام کې ویلي؛ یاد کمېسیون په تېر کال کې د هېواد په کچه څه باندې ۷ میلیونه، ۹۴۹ زره او ۷۲۱ جریبه ځمکه بررسي کړې، چې د هغې له جملې څخه یې څه باندې ۷ میلیونه، ۵۵۱ زره او ۳۴۳ جریبه ځمکه تشخیص او تثبیت کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې یاد کمېسیون په تېر یوه کال کې د هېواد په کچه څه باندې ۵۸۹ زره او ۴۹۹ جریبه امارتي ځمکه له غاصبینو څخه راګرځولې او د اسلامي امارت د ځمکو په بانک کې یې ثبت کړې.
د مولوي احسان الله وثیق په وینا، څه باندې ۴ زره او ۴۸ جریبه ځمکه د اشخاصو د نه قناعت او څه باندې ۵ زره او ۷۵۰ جریبه ځمکه په اسنادو کې د پېچلتیا له امله د ځمکو ځانګړې محکمې ته لېږل شوې.
ښاغلي وثیق په خپلو خبرو کې ویلي؛ چې په روان ۱۴۴۵ کال کې به د نمايي څخه زیاتو ولایتونو ته سفرونه وکړي، د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت لرۍ کې به چټکوالی راولي او همدارنګه به ۳ میليون جریبه امارتي ځمکه له تثبیت او بررسی وروسته د زورواکو او غاصبينو له منګولو څخه را وګرځوي.