د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې غونډه کې د ښي لاس اشترنګ لرونکو موټرو د پېر او پلور اړوند د ټاکل شوي پلاوي له لوري وړاندې شوې درېیمه پرېکړه له جزوي تغیر وروسته تایید شوې.
یاد پلاوي ته د کابینې په ۳۴مه غونډه کې د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمدحنیف په مشرۍ د ټرانسپورټي چارو د تنظیم کمیسیون او عدلیې وزارت په ګډون دنده سپارل شوې وه.
دغه راز دې غونډه کې پرېکړه شوې چې اقتصادي کمیسیون به د انرژۍ پروژو د اولویت بندۍ چارې د بین الوزارتي کمیسیون په ملتیا پر مخ وړلې، اوس يې پر ځای باید د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ او ستراتېژۍ ریاست ملتیا وکړي.
همدارنګه د کابینې د ۳۱مې غونډې د پرېکړې پر اساس د اوزون پوړ د ویجاړونکو موادو په اړه د مونټریال پر پروتوکول د کیګالي تعدیلات هم تایید شوي، چې په دې تړاو بهرنیو چارو وزارت او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ته اړینې سپارښتنې شوې دي.