د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور او د دې وزارت د اوبو مرستیال انجنیر مجیبالرحمن عمر د کابل ښار د اوبو رسولو خصوصي شرکتونو د ټولنې له مسول او غړو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې، په کابل ښار کې د څښاک اوبو د کموالي او د دې ستونزې د هوارولو لپاره د شونو حل لارو په عملي کولو بحث شوی.
د خصوصي شرکتونو ټولنې مسول خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت له مسولینو سره شریکې کړې او ویلي یې دې، چې دغه ټولنه د کابل ښاریانو لپاره د څښاک اوبو د برابرولو او د بې ځایه کارونې د مخنیوي په برخه کې د اوبو او انرژي له وزارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.
ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د کابل ښار د څښاک اوبو د حیاتي موضوع اهمیت ته په اشارې زیاته کړې، چې د اوبو او انرژي وزارت د لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونو سره سم، کابل ښار ته د څښاک اوبو د برابرولو لپاره عملي اقدامات تر لاس لاندې نیولې او همدارنګه دغه موضوع د کابینې په شورا کې په جدي توګه مطرح شوې ده؛ ترڅو یې په هکله اړینې پرېکړې وشي.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ټینګار کړی، چې په کابل ښار کې د څښاک اوبو د کموالي د ستونزې هوارولو او د بې ځایه کارونې د مخنیوي لپاره اړینه ده چې د حکومت ترڅنګ، د اوبو رسولو شرکتونه او هېوادوال خپل مسولیتونه ترسره کړي او د اوبو له بې ځایه کارونې څخه ډډه وکړي.
لیدنه کې د اوبو او انرژي وزارت، د اوبو رسولو ریاست او د اوبو رسولو خصوصي شرکتونو ترمنځ د یوې کمېټې پر جوړولو هوکړه شوې چې د ستونزو هوارولو او د شونو حل لارو د موندلو لپاره په ګډه کار وکړي ترڅو کابل ښار کې د څښاک اوبو د برابرولو او د اوبو د بې ځایه ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره اړین اقدامات ترسره شي.