د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۶ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۱۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۳۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۸۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۷ تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۶ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۵ کورنیو سره ټولې۲۸۰ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په تورخم کې ۲۹۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په تورخم کې ۱۸۵ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۸۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
په تورخم کې کډوالو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم وېشل شوې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸ تنه و، کندهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي اویادو کورنیو ته نهه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۵ کورنیو سره ټولې۲۱۶ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۲۷۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو ته وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۲۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۸۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۶۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۴۱۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۱ کورنیو سره ټولې۶۲۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۸۴ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۸۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱۶ کورنیو سره ټولې۸۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷ تنه و، خوست، کندوز او بغلان ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۲۶۰ کورنۍ او یو زر او ۱۷۷ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۲۵ کورنۍ او ۱۲۲ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۲۵۷ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۹۰ عدده