ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان د تېکواندو ملي لوبډله جوړه شوې

د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه په کابل کې د بدني روزنې او تېکواندو فدراسیون له لوري د ملي لوبډلې جوړېدو په پار غوراوي سیالۍ پیل شوې وې، چې تېره ورځ د کابل په بریا پای ته ورسېدې.

په دې سیالیو کې له ۲۴ ولایتونو څخه ۲۸۰ لوبغاړو ونډه اخیستې وه، چې د بېلابېلو وزنونو په لرلو سره یې د عمرونو په مختلفو کټګوریو کې سیالۍ نندارې ته وړاندې کړې.

دغه سیالیو څلور ورځې دوام کړی، چې پایله کې یې د مسلکي لوبڅارانو تر هر اړخیزې څارنې په بیلابیلو عمرونو او وزني کټګوریو کې یوه پیاوړې ۴۰ کسیزه ملي لوبډله جوړه شوې.

 دغه لوبډله به له دې وروسته د افغانستان په استازیتوب د سیمې او نړۍ هېوادنو په کچه سیالیو کې برخه واخلي.

په دې سیالیو کې کابل ولایت د ۳۷ نومرو په خپلولو سره لومړی، هرا ت د ۱۱ امتیازونو په ګټلو دویم او تخار بیا په ۱۰ نومرو ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړی.

همدارنګه استاد طغیان اسلامزی، استاد جواد میرزایي او استاد عبدالرحمان حضرتي غوره لوبڅارانو په توګه او استاد قاسمي د تکړه روزونکي په توګه نومول شوي.

د یادونې وړ ده، چې تمیم الرحمان د دې سیالیو غوره لوبغاړي په توګه نومول شوی دی.