ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکتر ملا عبدالواسع د ۱۲ ولایتونو د اسماعیلیه ډلې له یو شمېر مخور سره لیدلي

د ریاست الوزرا دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع  د ۱۲ ولایتونو د اسماعیلیه ډلې له یو شمېر مخور او مشرانو سره لېدنه کړې.

 په دې لېدنه کې یادو مشرانو ویلي، چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د هېواد په کچه د لویو بدبختو لمن ټوله شوې او له کلونو وروسته افغانانو د ارام ساه اخیستې ده

دغه راز دوی د ریاست الوزرا د دفتر له عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع سره یوشمېر ستونزي او وړاندیزونه شريک کړې.

ډاکتر ملا عبدالواسع ویلي، اسلامي نظام یو نعمت دی او د اسلامي امارت مسولین شپه او ورځ د خلکو د خدمت لپاره هڅې کوي.

دې لېدنه کې د ریاست الوزار دفتر د سیاسي او ولسي چارو رییس مولوي ګلزار احمد ویلي، اسلامي امارت د افغانستان د ملت له منځه جوړ حکومت دی اوشپه ورځ د ټولوهېوادوالو په خدمت کې دی.

 ښاغلي ګلزاراحمد زیاته کړې، افغانستان د یو واحد جسم حیثیت لري او د یوه قوم په زیانمنېدو سره د دې وطن ټول قومونه زیانمنېږي.

 نوموړي ویلي، د افغانستان په امنیت، ارامي، ابادي او پرمختګ ټول افغانان خوښ دي او اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د ټولو قومونو غوښتنو، مشورو او ستونزو ته رسیدنه وکړي.

په پای کې د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس یادو مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې ستونزې او وړاندیزونه به یې د رسېدنې په موخه له رهبرۍ او اړوندو ادارو سره شریک کړي.