د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په ايران کې د ۱۶ هېوادونو ترمنځ په اسيايي لوبو کې د افغانستان د دوديزې موتای لوبې د سرو زرو مډال ګټونکی افغان، جميل ابراهيمي سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې جميل ابراهيمي، د رياست الوزرا اداري مرستيال ته د اسيا دوديزې موتای لوبو په اړه چې په ایران کې د ۱۶ هېوادونو په کې ګډون ترسره شوې وې معلومات ورکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ۶۰ کيلوګرامه وزن په لرلو خپل درې سيالان مات کړې او د سرو زرو مډال يې ګټلې.
همدا راز نوموړي د ریاست الوزرا له اداري مرسیتال سره د ورزشکارانو ستونزې شريکې کړي او د اسلامي امارت مسولینو څخه يې ورزش او ورزشکارانو روغتيا ته د پاملرنې غوښتنه کړې.
رياست الوزرا اداري مرستيال، د سپورټ په برخه کې د جميل ابراهيمي بريا ستایلې، د هغه کورنۍ او افغان ملت ته يې د دې بريا مبارکي ویلې او د سپورټ په نورو برخو کې یې د لا زياتو برياوو هيله کړې.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ په تېر کې سپورټ ته هېڅ ډول اساسي پاملرنه نه ده شوې، د اسلامي امارت مسولين هڅه کوي ترڅو د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د سپورټ په برخه کې لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.