رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د محرم ورځو کې د ښو امنیتي تدابیرو په موخه امنيتي او دفاعي ځواکونه ستایلي او ویلي یې دي، چې امنیتي ځواکونو د محرم مياشتې د لومړیو ۱۰ ورځو ځانګړی امنيتي پلان د لوی الله جل جلاله په نصرت په ښه توګه ترتيب او پلی کړ او په هڅو یې د هېواد په ټولو برخو کې هېوادوال له ډاډمن امنیت برخمن شول.
ملا محمد حسن اخوند د هېواد د امنیتي ځواکونو د ستړیاوو او خدمتونو د قبلېدو دعا کړې او له هېوادوالو څخه یې مننه کړې، چې ولس له زیات زغم او صبر څخه کار واخيست او په تېرو لسو ورځو کې یې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره بشپړه همکاري کړې ده.
ښاغلي رییس الوزرا زیاته کړې؛ د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې ډاډمن امنيت تامين شوی، چې د محرم د مراسمو په ارامه توګه ترسره کېدل یې ښکاره بېلګه ده.
دغه راز ټول هغه تبلیغات یې پروپاګند بللي چې ځینې کړۍ د خپلو شومو موخو لپاره اوس هم افغانستان نا امنه بولي.
ښاغلي ملا محمد حسن اخوند ویلي، چې د اسلامي شريعت د لارښوونو له مخې د هېواد د ټولو وګړو فردي، اجتماعي او مذهبي حقوق خوندي دي.
همدا رار نوموړي ویلي؛ د موجوده امنیت او ثبات په شتون سره افغانانو ته دا فرصت برابر شوی، چې خپل هېواد جوړ کړي او د اسلامي نظام تر سيوري لاندې د پرمختګ پر لور چټک ګامونه واخلي.
ملا محمد حسن اخوند د نړۍ، سیمې او ګاونډیو هېوادونو څخه غوښتې، چې افغانستان کې له شته امنیت څخه ملاتړ وکړې او د دوی له سرحدونو افغانستان ته د شریرو عناصرو له راتېریدو مخنیوی وکړي.
ملا محمد حسن اخوند ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د خپل ځوریدلي ولس د سوکالي او له نړیوالو سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی.
رییسالوزرا: د اسلامي شریعت په رڼا کې د هېواد د ټولو وګړو فردي، ټولنیز او مذهبي حقوق خوندي دي
