ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اوسپنې پټلۍ ادارې خپلې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

د اوسپنې پټلۍ ادارې مسولینو، ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس ملا بخت الرحمن شرافت ملت ته د دولت حساب ورکولو په پروګرام کې ویلي، چې د ترکمنستان، ایران او د حیرتان ـ مزار شریف اوسپنې پټلۍ انتقالاتو کارکوونکي ازبیکستانۍ کمپنۍ ته د تخیکي زده کړو لپاره ورپیژندلي ترڅو د هغوي له تجربو څخه زده کړې وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د حیرتان ـ مزار شریف اوسپنې پټلۍ په قرارداد کې یې ۷۰ سلنه تخفیف ترلاسه کړی.

ملا بخت الرحمن شرافت په تېر کال کې د اوسپنې پټلۍ ادارې لاسته راوړنو څخه؛ د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې بریالۍ چارې، د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ د درېیمې برخې له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد پیل او د بریښنايي حکومتولۍ برخه کې د پام وړ پرمختګونه یاد کړي دي.

ښاغلي شرافت؛ د خبریالانو پوښتنو په ځواب کې ویلي ډیری ځوانانو ته مو د کار زمینه برابره کړې، چې د دوي د عملي زده کړو اسانتیا لپاره به ډیر ژر دوه ریل ګاډي وپیري او د عملي زده کړو مرکز به ورته پرانیزي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي مرستیال انجینر عبدالباري صدیقي؛ د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د لومړي او دویم فاز او د اندخوی – شبرغان اوسپنې پټلۍ پروژې د چارو پیل، افغانستان د اروپا سره د دوو مسیرونو څخه وصلول او د آقینې، روزنک، تورغونډۍ او حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د سټېشنونو پراختیا د یادې ادارې د ۱۴۰۲ کال مهم پلانونه بللي دي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمیع درانی په وینا، یادې ادارې په ۱۴۰۱ کال کې ۳.۱ میلیارده افغانۍ عواید راټول او د اسلامي امارت خزانې ته یې سپارلي دي.

نوموړي زیاته کړې، د ۴.۵ میلیون مټرک ټنه توکي لیږدول شوي دي چې د تېر کال په نسبت پکې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.