ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د غزې په شمال کې څه تېرېږي؟

له یوې اونۍ ډېره موده کېږي، چې اسرائیلي یرغلګرو شمالي غزه محاصره او هر ډول مرستې یې پرې بندې کړې.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (انروا) ویلي؛ د غزې په شمال کې شاوخوا ۴۰۰ زره فلسطینیان کلابند دي، چې خوړو او اوبو ته لاسرسی نه لري.

په دې محاصره کې صهیونیستي عسکرو ځمکنيو او هوايي بریدونه ته ادامه ورکړې، چې له امله یې لسګونه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د غزې په شمال کې اوسېدونکي وايي، چې د تېر وحشتانک کال تر ټولو له سخت حالت سره مخ دي.

د الجزیرې خبریال وايي: “ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي او په وینو کې ډوب، ټوټه-ټوټه روغتون ته راوړل کېږي.”

د یاد راپور پر بنسټ، اسرائیلي نښه‌ویشتونکي عسکر هغه کسان په نښه کوي، چې له سیمې د تښتې هڅه وکړي.

په دې سیمه کې هېڅ ځای خوندي نه دی او د اسرائیلو له لوري اعلان شوې خوندي سیمې هم تر بریدونو لاندې راځي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې په شمال کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۰۰ کسان شهیدان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

لسګونه زره کورنۍ په جبالیا کمپ کې کلابندې دي؛ حال دا چې د انروا له قوله، د غزې په شمال کې ۴۰۰ زره فلسطینیان کلابند دي.

د روغتیايي پرسونل او امبولانسونو د ویشتلو او په نښه کولو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرش د شمالي غزې په سیمو کې د اسرائیلو بریدونو له امله د لوی شمېر ملکي تلفاتو غندنه کړې ده.