د لبنان روغتیا وزارت وايي، چې د دې هېواد په شمال کې پر ‘ايطو’ نومي کلي د اسرائیلي یرغلګرو د هوايي برید له امله ۲۱ کسانو ژوند بایللی او ۸ نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، په دې سیمه کې ګڼو بېځایه شویو لبنانیانو هم پناه اخیستې وه.
دا کلی د لبنان ساحلي ښار طرابلس ته څېرمه په یوه غرنۍ سیمه کې پروت دی او ویل کېږي، چې اکثریت اوسېدونکي یې عیسویان دي.
دغهراز اسرائیلي رژیم د لبنان په سویل کې د ۲۵ کلیو اوسېدونکو ته د خپلو سیمو د پرېښودو امر کړی.
د دې ترڅنګ صهیونیستي رژیم د لبنان په بېلابېلو سیمو کې بریدونه جاري ساتلي او د دې هېواد په سویل او ختیځ کې یې څو ځایونه په نښه کړي.
د لبنان ملي اژانس (ان ان اې) ویلي؛ تېره شپه اسرائیلي یرغلګرو پر یوه ودانۍ او یوه روغتون برید کړی، چې دواړه ویجاړ او له کاره لوېدلي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي رژیم ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې پر لبنان ۲۰۰ هوايي بریدونه کړي.
حزبالله هم ویلي، چې له اسرائیلي عسکرو سره یې نښتې کړې او په اسرائیلو یې توغندیز بریدونه کړي دي.
اسرائیلي رسنیو پر حیفا ښار د حزبالله د دوو توغندیو ویشتل تایید کړي، خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.
د لبنان روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۲ زره او ۳۰۹ کسانو ژوند بایللی.