ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي نور جلال جلالي: اسلامي امارت هڅه کوي د هېواد ټولو سیمو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د پولیو پروګرام د همغږۍ په کلنۍ غونډه کې ګډون او وینا کړې.

د دې غوندې موخه د پولیو پروګرام اوسني پرمختګونو ارزول، په دې پروګرام کې د شته ننګونو په ګوته کول او حل لپاره یې د اغېزمنو لارو چارو موندل دي.

د یادې غونډې په جوړو شویو مراسمو کې د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس ډاکټر عبدالقدوس بریالي د ولایتونو روغتیا رییسانو، د کتلوي معافیت پروګرام امرینو او د پولیو برخې مسولینو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ویلي، یاد وزارت هڅه کوي د هېواد د ټولو سیمو وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

دغه‌راز مولوي نور جلال جلالي د نړیوالو شریکانو په همکارۍ په پلي کوونکو موسسو غږ کړی، څو په لرې پرتو سیمو کې ناروغانو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د پولیو (ګوزڼ) واکسین د پلي کېدو پروګرام به هېوادوالو ته په ټولو سیمو، بانډو او جوماتونو کې ترسره کېږي.

مولوي نور جلال جلالي دغه راز د ولایتونو روغتیا رییسانو ته دنده سپارلې، چې د پلي کوونکو موسسو په چارو کې ستونزو پر وخت د عامې روغتیا وزارت سره شریکې کړي.