د سټنډرډ ملي ادارې مسولینو، ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د سټنډرډ ملي ادارې رییس ملا فیض الله تمیم ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، په تېر یوه کال کې د بیلابیلو بندرونو له لارې د ساختماني توکو لږ تر لږه ۴۷ زره محمولې د لابراتوارونو لخوا د کیفیت څرنګوالی معلوم شوی دی، چې دا د ساختماني توکو معیاري کولو په برخه کې اساسي پرمختګ دی.
نوموړي زیاته کړې؛ چې د نورو کلونو په پرتله په تېر کال کې د دې ادارې عواید د پینځه برابره څخه زیات شوي دي، چې دا ارقام نیږدې ۲ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه افغانیو ته رسیږي.
ملا فیض الله تمیم د سوداګرو څخه غوښتي؛ چې د هېواد په بازارنو کې د بې کیفیته موادو له واریدولو، تولیدولو او عرضه کولو څخه ډډه وکړي، ترڅو هېوادوال مو زیانمن نشي او افغاني تولیدات او محصولات د نړۍ په کچه ځای پیدا کړي.
د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مولوي محمد اصف قانت ویلي: په هېواد کې د سټنډرډ فرهنګ د ودې او پراختیا برخه کې بنسټیز کارونه شوي، چې تر دې دمه په بېلابېلو برخو کې په ټولیز ډول ۷۷۵ ملي سټنډرډونه او شپږ کودونه ترتیب شوي دي.
نوموړي ویلي؛ د سټنډرډ ملي ادارې مسولینو له سیمه ییزو او نړیوالو سټنډرډ سازمانونو او نورو هېوادونو د سټنډرډ ادارو سره د اړیکو پراختیا او سوداګریزو ستونزو حل په موخه، یو شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي.
ښاغلي قانت زیاته کړې، دغه راز یې د اسلامي هېوادونو د سټنډرډ او میټرولوژي سازمان(SMIIC) په عمومي غونډه او د چین هېواد په کوربتوب د نړیوال او سیمه ییز سټنډرډ کولو کنفرانس کې برخه اخیستې.
د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال په وینا، په تېر کال کې له اسلام کلا، تورغونډۍ، فراه، نيمروز، کندهار، جلال اباد، شیرخان، حیرتان او اقینې بندرونو څخه د بې کیفیته نفتي توکو څه باندې دوه زړه ټانکرونه بېرته ګرځول شوي دي.
د سټنډرډ ملي ادارې د دفتر رییس مولوي وحیدالله بدري ویلي، چې په مرکز، اسلام کلا، حیرتان او جلال اباد بندرونو کې د ودانیزو توکو لابراتوارونه فعال دي او په دوامداره توګه د وادانیزو توکو څرنګوالی تثبیتوي.
نوموړي زیاته کړې، د بریښنایي تجهیزاتو، نساجي او غالیو لابراتوارونو برخه کې څه باندې ۲۵۰ څېړنېزې ازموینې ترسره شوي دي.
د سټنډرډ ملي ادارې ویاند عاشق الله وزیري د مدیریت سیستمونو او محصولاتو لپاره د کیفیت تصدیق نامو صادرول، د ملي سټنډرډنو تدوین، ترویج او تطبیق، د نړیوال معیاري سازمان په عمومي غونډه کې ګډون، د ډبرو سکرو او د میټرولوژی لابراتوارونو فعالول، د ۱۴۰۲ کال لپاره د دې ادارې پلانونه یاد کړي دي.