ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر ملا عبدالواسع: اسلامي امارت د افغانستان اقتصادي پرمختګ لپاره هر اړخیزې هڅې کوي

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند په مشرۍ د هېواد له یو شمېر سوداګرو سره په ارګ کې لیدنه کړې.

د دې لیدنې په پیل کې سوداګرو په اقتصادي برخه کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او سرتاسري امنیت د ټینګښت قدرداني کړي او د ژمي موسم په را رسېدو سره یې هېوادوالو ته د اسانتیاوو برابرولو، د بیو د کنترول، پانګوالو ته د پانګونې زمینې برابرولو او پر وارداتي توکو د ګمرکي تعرفو راکمولو ترڅنګ د نورو لازمو اسانتیاوو برابرولو په برخو کې خپل نظرونه او وړاندیزونه د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس سره شریک کړي دي.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس دوی ته د ښه راغلاست پر مهال، له خلکو په ځانګړي ډول خصوصي سکتور سره د دې ډول لیدنو موخه د اسلامي امارت او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د واټن لمنځه وړل بللي.

ډاکتر ملا عبدالواسع یادو سوداګرو ته په خطاب کې ویلي؛ د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره د اسلامي امارت له لورې ځانګړی کمېسیون په دې برخه کې فعالیت لري، موږ د هېواد د ابادۍ او پرمختګ په خاطر هر سوداګر او پانګوال ته لبیک وایو، ستاسو له برکته هېوادوالو ته په داخل کې د کار زمینه برابرېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ د خپل وس او توان اړوند به د هېواد د ابادۍ او هوساینې لپاره هڅې کوو او په ګډه به د امنیت د ټینګښت او اقتصادي ښېرازۍ په خاطر د ګران هېواد د ځان بسیاینې په موخه خپل کوښښونه جاري ساتو.

په پای کې ډاکتر ملا عبدالواسع سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې د ستونزو د حل په موخه به یې وړاندیزونه او غوښتنې تر اړوندو مسولینو ورسوي.