ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: د افغانستان د خلکو ملي پانګه دې د ملت په واک کې ورکړل شي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سرې میاشتې ځانګړې اونۍ د نمانځې په مراسمو کې ګډون او وینا کړې.

 د ریاست الوزرا ادراي مرستیال په خپلو خبرو کې ویلي؛ افغانستان د تېرو څلورو لسېزو تحمیلي جګړو پر مهال له هر اړخه زیانمن شوی، زېربناوې یې ویجاړې شوي او زموږ ملت په بېلابېلو برخو له هغې جملې د ښوونې او روزنې، روغتیا او اقتصاد په برخه کې ګڼ زیانونه ګاللي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ بل پلو د اقلیمي تغییراتو له امله د سېلابونو راوتو د هېواد کرنه زیانمنه کړه، ترڅنګ یې د ګاونډیو او نورو هیوادونو له لورې د افغان کډوالو اجباري ایستنه زموږ وطنوالو ته سخت زیان اړولی چې شدیدې مرستې ته اړتیا لیدل کېږي.

مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړې؛ په اکثره ولسوالیو او لېرې پرتو سیمو کې روغتیایي کلینیکونو ته ډېر ضرورت دی، همدا لامل دی چې زموږ زیات شمېر ناروغان مري یا هم له بې شمېره ستونزو سره مخ کېږي.

 د ریاست الوزرا ادراي مرستیال زیاته کړې؛ د سرې میاشتې ځانګړې اونۍ هغه موقع ده، چې د بی وزله او اړمنو لاسنیوی پکې کېږي، لازمه ده زموږ هغه هېوادوال چې په هېواد کې دننه یا بهر اوسي د خپل توان اړوند دې له دغو اړمنو او بې وزله خلکو سره مرستې او همکارۍ ته پاملرنه وکړي.

دغه راز به د سرې میاشتې کارکوونکي مستحقو خلکو ته د هغو په وېش او رسولو کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.

د ریاست الوزرا ادراي مرستیال ویلي؛ له یوې خوا ژمې را راوان دی او له بلې خوا هغه کډوال چې له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه په اجباري توګه را ایستل کېږي، په بېلابېلو برخو کې مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.

دا زموږ اسلامي او انساني وظیفه ده، چې د خپل توان په اندازه د خپلو یتیمو، فقیرو او بې وزله هېوادوالو سره همکاري او مرسته وکړو.

 مولوي عبدالسلام حنفي له هغو کسانو په مننې چې په دې برخه کې له اړمنو سره همکارۍ کې ونډه اخلي ویلي؛ اسلامي هېوادونه هم مسولیت لري، چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.

نوموړې د دې په بیانولو سره که وغواړو په افغانستان کې تلپاتې ثبات او امنیت رامنځته شي هېوادوال او نور ملکونه د نشه توکو له شره خلاص شي، لازمه ده په نشه د روږدو کسانو د درملنې، د کرنې پراختیا، د نشه یي توکو بدیل کښت او اقتصادي کډوالۍ د مخنیوي په برخو کې د افغانستان له ملت سره همکاري ترسره او په افغانستان کې د سترو پراختیایي پروژو د عملي کولو د نه مانع کېدو ترڅنګ دې د افغانستان د خلکو ملي پانګه د دې ملت په واک کې ورکول شي.