ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سلطان ابراهیم او اغا جان بندونو د جوړولو چارې پیلېږي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ، مالیې وزارت، کانونو او پټرولیم وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت او ملي پراختیا شرکت څخه جوړې شوې ګډې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې د عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم پر اساس د کانونو په بدل کې د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند او همدارنګه د روزګان ولایت د چینارتو ولسوالۍ اړوند د اغا جان بند د جوړولو لپاره عملي تګلاره جوړه او د وروستي تصمیم نیونې په موخه یې د اقتصادي کمېسیون راتلونکې غونډ ته وړاندې کړي.
د سلطان ابراهیم او اغا جان بندونو د جوړولو قرارداد د ملي پراختیا شرکت سره شوی، چې په نږدې راتلونکي کې به یې چارې پيل شي.
همدارنګه په غونډه کې له هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه شوې، چې د فراه، هرات او نیمروز ولایتونو په بندرونو کې ترانشيپ بند دی او نفتي توکي به یوازې د ترانزیټ له لارې افغانستان ته واردېږي.
د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې پر اساس، افغان ترانسپورټي ټانکرونه کولای شي، چې افغانستان ته د نفتي توکو ترانزیټ ترسره کړي.
د غونډې په پای کې د عدلیې وزارت او د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د عوایدو د زیاتوالي او ښه مدیریت په موخه جوړه شوې طرحه منظور شوه.
په دې طرحه کې د عدلیې وزارت د شته عایداتي منابعو د بیا را ژوندي کولو لپاره تګلاره ترتیب شوې او همدا راز د یاد وزارت په چوکاټ کې ۱۴ نوي عایداتي منابع لټول شوي، چې له مخې به یې د عدلیې وزارت په کلنیو عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.